د پاکستان څخه له (۳۰۰)   زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr
-

د قندهار ولايت د سپين بولدک له لارې د پاکستان څخه د غوايي په (۱۱) مه ( ۳۴۳) تنه افغان مهاجر وطن ته راستانه شول.
د سپين بولدک د مهاجرينو چارو آمر د معلوماتو له مخې (۴۰) کورنۍ، چې ( ۲۷۶) تنه کېږي، همدارنګه (۶۷) تنه د پاکستان دکوېټې  له زندانه خوشې شوي هېواد ته راستانه شوي،چې د پېژندنې وروسته د مرستو د تر لاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.