د سرپل ولايت د مهاجرينو چارو نوی آمر معرفي شو
د مهاجرينو چارو وزارت په رهبرۍ د دغه وزارت د دوو مرکزي رئيسانو له لورې د وري په (۲۸) مه مير عبدالاسلام د سرپل ولايت د مهاجرينو چارو د نوي آمر په حيث معرفي شو.
د مهاجرينو چارو وزارت د داخلي بېځايه شوو د دايمي حل لارو رئيس مولوي شمال خان او د ټکنالوژۍ رئيس انجينر عبدالکبير طايي سرپل ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولايت له والي سره د ليدنې وروسته وويل، زموږ د سفر موخه دا وه، چې د سرپل ولايت د مهاجرينو چارو نوی آمر د دغه آمريت کار کوونکو ته ور وپېژنو.
د سرپل ولايت والي محمد يعقوب د مهاجرينو چارو وزارت پلاوي ته ښه راغلاست ووايه ويې ويل،د اسلامي نطام موخه د اسلامي شريعيت او د اسلامي امارت د تګلارې له مخې د خدمتونو وړاندې کول دي، نو له همدې امله د دغه ولايت رهبري خوشحاله ده، چې اصلاح غوښتونکی او خدمتګار شخص د وزارت د مشر تابه له خوا د دغه ولايت د مهاجرينو چارو د نوي آمر په حيث معرفي شو.
هغه په خپلو خبرو کې وويل، د ولايت رهبري د هغو ادارو سره چې خلکو ته خدمات وړاندې کوي، همېشه همکاري کړې.