جوزجان کې له زرو زياتو کورنيوسره نغدي مرستې وشوې
د (UNHCR) دفتر له لورې د جوزجان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ( ۱۰۳۷) کورنيو سره د وري په (۲۰) مه نغدي مرستې وشوې.
يادې مرستې په دوو کټګوريو کې وې، چې ( ۲۶۲) کورنيو ته ( ۴۸۵۵۰) افغانۍ او (۷۷۵) کورنيو هرې کورنۍ ته (۲۹۱۵۰) افغانۍ نغدې د کور جوړولو په موخه د يادې موسسې له لورې د مهاجرينو چارو رياست په همغږۍ ووېشل شوې.