کابل کې له (۲) زرو زياتو اړمنو کورنيو ته کومکي کڅوړې وېشل کېږي
د روژې مياشتې کې د مهاجرينو چارو وزارت د همکارو مرستندويه بنسټونو په مرسته د کابل ولايت په اړوندو سيمو کې پر اړمنو کسانو د خوراکي توکو ( ۲۱۴۷) کڅوړې وېشي.
په هغه ناسته کې، چې د مهاجرينو چارو وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ د يو شمېر مرستندويه موسسو د استازو په ګډون ترسره شوه، د روژې مياشتې کې پر اړمنو کسانو د خوراکي توکو پر وېش خبرې وشوې. هغه وويل، د مهاجرينو چارو وزارت او همکارو بنسټونو موخه د اړمنو کورنيو سره مرسته او د هغوی لاس نيوی دی.
هغه زياته کړه، چې زموږ زيات شمېر راستنېدونکي، داخلي بېځايه شوي او اړمن هېواد وال د روژې مياشت کې مرستو ته اړتيا لري او د مهاجرينو چارو وزارت غواړي چې د مرستندويه بنسټونو سره په ګډه د وی ته مرستې ووېشي او لاس نيوی يې وکړي.
وروسته په ناسته کې د اړوندو ادارو مسؤلينو او استازو خبرې وکړې ويې ويل، د مهاجرينو چارو وزارت اقدام پروخت و باله او يو شمېر موسسو يې د خوراکي توکو د (۲۱۴۷) کومکي کڅوړ د وېش ډاډ ورکړ او يوشمېر نور ژمنه وکړه، چې د مهاجرينو چارو وزارت له مسؤلينو او مرستندويه ادارو سره به له ناستې وروسته پايلې شرېکې کړي.