غور کې (۱۳۵) کورنيو سره مرستې وشوې

anwari_morr
-

 

د (UNHCR) دفتر له لورې د غور ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په همکارۍ (۱۳۵) کورنيو سره د کب په ( ۲۸) مه مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې د دغه ولايت په شهرک، الله يار او دولت يار ولسواليو کې سروې او د مرستو لپاره وړ پيژندل شوې وې هرې کورنۍ ته (۶۱۸۰۰) افغانۍ نغدې ووېشل شوې.