له زرو زيات افغان مهاجر هيواد ته راستانه شول

anwari_morr
-

 

د هرات ولايت د اسلام قلعه بندر له لارې د ايران څخه د کب  په ( ۲۴) مه (۱۸۸۰) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.

د اسلام قلعه بندر د سرحدي آمريت د وينا له مخې د يادو راستنېدونکو له ډلې  ( ۲۳۰)  تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM  ته ور وپېژندل شول، چې ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وشوې.