سمنګان کې له څلور سو زیاتو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې

د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) له لورې د سمنګان ولایت د مهاجرینو چارو ریاست په همکارۍ (٤٣٥) راستنېدونکو سره د کب په (٥) مه نغدي مرستې وشوې.
یادو کورنیو هرې کورنۍ ته (١٧)زره او(٥٠٠) افغانۍ نغدې او یوه یوه ژمنۍ کڅوړه ووېشل شوه.