په تېرو دوو ورځوکې له درې زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
په تېرو دوو ورځوکې د هرات ولايت د اسلام قلعه او نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې د ايران څخه ( ۳۵۴۱) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.
د معلوماتو له مخې د هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې د حب په دومه (۱۷۴۸) تنه او د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې د کب په (۳) مه (۱۷۹۳) تنه هېواد ته راستانه شوي.
په دغو راستنېدونکوکې چې په خپله خوښه او جبري توګه راستانه شوي، (۸۶) کورنۍ هم شاملې دي، چې د غړو شمېر يې (۳۴۷) تنو ته رسي.
د سرچينې په خبره د يادو راستنېدونکو له ډلې (۶۳) کورنۍ د (۲۸۹) تنو مجردينو سره د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM ته ور وپېژند شول.