له څلور زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

د هرات ولايت د اسلام قلعه او نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې د ايران څخه د سلواغې د( ۳۰) مې څخه د کب تر ( ۱) نېټې ( ۴۶۴۷) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.
د هرات ولايت او نيمروز ولايت د مهاجرينوچارو ادارو د معلوماتو له مخې د يادو راستنېدونکو له ډلې ( ۱۸۴۷) تنه د اسلام قلعه او ( ۲۸۰۰) تنه د ورېښمو پل له لارې هېواد ته راستانه شوي، چې له ډلې يې ( ۸۵۸) تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM ته ور وپېژند شول.