له درې زرو زیات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

anwari_morr
-


د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې د ايران څخه  د سلواغې  په (٢٥) مه او (٢٦) مه (٣٧١١) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.
د نیمروز ولایت د مهاجرینو چارو رییس  د معلوماتو له مخې د يادو راستنېدونکو له ډلې(٦٠)  کورۍ چې (٢٥٥)تنه کېږي د (٣٤٥٦) نورو مجردینو ول،چې له ډلې (٥٩) کورنۍ(١٣٨) تنه نارینه، (١١٢) تنه ښځينه د(١٩٩) مجردینو سره  د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM ) ته ور وپېژند شول.