بغلان کې ( ۲۴) کورنيو سره ژمنۍ مرستې وشوې

د (UNHCR) دفتر له لورې د بغلان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ( ۲۴) کورنيو سره د سلواغې په ( ۱۷) مه ژمنۍ مرستې وشوې.
يادې کورنۍ د مرکزي بغلان، دهنه غوري، پلخمري، دوشي، خوست، خنجان او اندراب ولسواليو څخه وې،چې له کابل څخه بېرته خپلو اصلي سموته ستنې شوې وې، چې د مهاجرينو چارو رياست له لورې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې، چې هرې کورنۍ ته (۶۱) زره او (۸۰۰) افغانۍ نغدې ووېشل شوې.