فارياب کې سلګونو کورنيو سره مرستې وشوې
د (DACAR) موسسې له لورې د فارياب ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ د سلواغې په (۱۵) مه (۳۵۸) کورنيو سره د غير خوراکي توکو مرستې وشوې.
يادو کورنيو هرې کورنۍ ته يوه يوه روغتيايي کڅوړه، ګرځنده حمامونه او د معيوبو وګړو له پاره يوه يوه چوکۍ ووېشل شوه.
د يوبل خبر له مخې د فارياب ولايت د شيرين تګاب ولسوالۍ د شاه يوسف سيمه کې د کليو پراختيا رياست د انجينرۍ د تخنيکي ټيم له په همکارۍ د اکتېد موسسې له لورې د څښاک د پاکو اوبو زمينه برابره شوې وه د مهاجرينو چارو او کليو پراختيا رياست د رئيس له لورې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.