له  زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr

د نيمروز ولايت د ورېښمو پل   له لارې د ايران څخه  د مرغومي  په ( ۲۹) مه او (۳۰) مه ( ۱۹۵۰) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.

د نيمروز ولايت د مهاجرينو چارو رئيس د معلوماتو له مخې په يادو راستنېدونکو کې  ( ۲۵) کورنۍ چې ( ۹۵) تنه کېږي د ( ۱۸۵۵) تنونورو مجردينو ول چې له ډلې يې ( ۲۴) کورنۍ (۴۷) تنه نارينه، ( ۴۸) تنه ښځينه د ( ۳۰) تنو نورو مجردينو سره د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور و پېژند شول.