په يوې اونۍ کې له پاکستانه (۸۱) افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې
د ننګرهار ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست د راپور له مخې د مرغومي د ( ۲۲) څخه تر ( ۲۸) مې نېټې پورې له پاکستانه (۸۱) کډوالې کورنۍ چې ( ۴۳۲) تنه کېږي هېواد ته راستنې او ورسره بشري مرستې ترسره شوي دي.
يادې کورنۍ به تورخم کې د ثبت او راجستر وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهارت نړيوال سازمان (IOM) ته ور پېژندل شوې، چې هرې کورنۍ سره اوړه، غوړي، دالنخود، مالګه، ترپال او هر کس ته (۲۷۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وشوه.
همدارنګه د مرغومي په اخره اونۍ کې (۸) تنه نور افغان مهاجرين له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي، چې د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) له لورې هر کس ته (۲۱۸۰۰) افغانۍ نغدې وېشل شوي دي.