په (۷) ولايتونوکې له ( ۵) زرو زياتو کورنيوسره مرستې وشوې
د يوشمېر مرستندويه بنسټونو له لورې په (۷) ولايتونوکې د مهاجرينوچارو وزارت د رياستونو په همکارۍ د مرغومي د ( ۱۷) مې نېټې څخه تر ( ۲۲) نېټې پورې ( ۵۲۱۳) کورنيوسره مرستې شوي.
په يادو مرستو کې نغدي پيسې، روغتيايي کڅوړې، د پلخني وسايل، ژمنۍ البسه، ترپال او د کور جوړولو وسايل شامل ول، چې په هرات، هلمند، نيمروز، لوګر، بغلان، سمنګان او بادغيس ولايتونو کې يادو کورنيوته وېشل شوي دي.