شاوخوا دوه زره افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د نيمروز ولايت د اسلام قلعه او نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې د ايران څخه د مرغومي په ( ۱۹) مه او (۲۰) مه (۱۸۷۲) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.
د نيمروز او هرات ولايت د مهاجرينو چارو رياستونو د مسؤلينو د معلوماتو له مخې ( ۱۰۲۲) تنه د هرات او ( ۸۵۰) تنه د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې هېواد ته راستانه شوي،چې له ډلې يې (۱۳۶) تنه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) او دوه تنه رد مرز شوي ماشومان د (WARCHILD) دفتره ته ور وپېژندل شول.