هرات او سمنګان کې له (۵۰۰) زياتو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې

sadam_morr
---


د (ACTION AID) او مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) له لورې د  سمنګان او هرات ولايت د مهاجرينو چارو رياستونو په همکارۍ د مرغومي په (۲۰) مه ( ۵۶۵) اړمنو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې.

د يادو کورنيو له ډلې په سمنګان کې ( ۳۶۵) کورنيو ته د سرپناه د ترميم په موخه په روی دواب او خرم سارباغ ولسواليوکې  په بېلابېلو کټګوريو کې ( ۱۷۶۰۰)، (۲۶۱۵۰) (۲۹۴۰۰) افغانۍ  او د هرات ښار او انجيل ولسوالۍ کې (۲۰۰) کورنيو هرې کورنۍ ته (۲۰۰) امريکايي ډالره نغدې وېشل شوي دي.