له دوه زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د هرات ولايت د اسلام قلعه او نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې د ايران څخه د مرغومي په ( ۱۷) مه او (۱۸) مه ( ۲۲۰۵) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.
د هرات ولايت د اسلام قلعه او ورېښمو پل د مهاجرينو چارو د مسؤلينو په خبره ( ۱۳۲۵) تنه د هرات او ( ۸۸۰) تنه د ورښمو پل له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د سرچينې په خبره چې له ډلې يې ( ۹۹) مشران او (۱۷) تنه ماشومان چې رد مرز شوي و د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) او (WARCHILD) دفتر ته ور وپېژند شول.