په تېرو درې ورځو کې له درې زرو زيات افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول

sadam_morr
-

د هرات ولايت د اسلام قلعه او نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې په تېرو درې ورځوکې ( ۳۶۲۵) افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.

د هرات ولايت د اسلام قلعه  له لارې د ايران څخه  د مرغومي  په  ( ۱۷) مه  ( ۱۴۴۳) تنه او د نمېروز ولايت  ورېښمو پل له لارې د مرغومي د ( ۱۴) څخه تر (۱۶) مې ( ۲۱۸۲)  افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.

د يادو  راستنېدونکوله ډلې  ( ۳۳) کورنۍ ،(۱۳۵) تنه مجردين   د ( ۳۶) ماشومانو سره  مرستو په موخه  د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) او  (WARCHILD) دفتر  ته ور وپېژند شول.