په (۱۳) ولایتونوکې له (۶) زرو زیاتو کورنيوسره مرستې وشوې

sadam_morr
-

د يوشمېر مرستندويه بنسټونو له لورې په (۱۳) ولايتونوکې د مهاجرينو چارو رياستونو په همکارۍ د مرغومي د (۱۰) څخه تر (۱۵) مې ( ۶۵۵۲) کورنيو سره مرستې شوي.

په يادو مرستو کې نغدي، روغتيايي کڅوړې، د اوبو د تصفيه ماشين او کورنۍ کڅوړې شاملې وې، چې په ننګرهار، پکتيکا، پکتيا، تخار، فارياب، خوست، بغلان، ارزګان، نيمروز، هرات، باميان، غزني او ميدان وردګو کې په يادو کورنيو وېشل شوي دي.