له دوه  زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr
-

د هرات ولايت د اسلام قلعه  او نيمروز ولايت د ورېښمو پل  له لارې د ايران څخه  د مرغومي  په  ( ۱۲) مه  او (۱۳) مه ( ۲۳۴۷) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.

د هرات ولايت د اسلام قلعه د مهاجرينو چارو د آمر په خبره (۱۰۵۲۰) تنه د مرغومي په ( ۱۳) مه هېواد ته راستانه شوي، چې له ډلې يې ( ۱۸) ماشومان  چې رد مرز شوي و د مرستو په موخه (WARCHILD) دفتر  ته ور وپېژند شول.

د يوبل خبره د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې د مرغومي په ( ۱۲) مه (۸۲۷) تنه هېواد ته راستانه شوي، چې پکې ( ۱۷) کورنۍ چې (۵۸) تنه کېږي ( ۷۶۹) تنه نور مجردين ول.