بغلان کې سلګونو کورنيوته د ژمنيو مرستو د وېش لړۍ پيل شوه
د ملګروملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) له لورې د بغلان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ د مرغومي په ( ۱۳) مه (۸۲۰) کورنيوته د ژمنيو مرستو د وېش لړۍ پيل شوه.
يادې کورنۍ د دوشي، نهرين، برکه ولسوالۍ، مرکزي بغلان، دهنه غوري او پلخمري ښار څخه دي، چې څه موده وړاندې سروې او د مرستو لپاره په نښه شوې وې، چې هرې کورنۍ ته به ( ۲۷۵) امريکايي ډالره نغدې ووېشل شي.