د (۳۱) قلمه قرطاسيه قرارداد ورکولو د پرېکړې خبرتيا
دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
د تدارکاتو قانون د (۲) فقره د دري څلوېښتمې مادې په اساس ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت په پام کې لري، چې د مرکزلپاره د تداکارتو پروژې (۳۱) قلمه قرطاسيه او تونرې د سياووش لوژستکي او خدماتي شرکت ته چې د (57330) جواز لرونکی دی، مرکز کابل باغبان منډۍ (۱) ناحيې کې موقعيت لري، په (1159085,2) افغانۍ په قرارداد ورکړي.
حقيقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې هرډول اعتراض ولري، کولای شي، چې د دې خبرتيا د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو وروځو پورې خپل اعتراض په ليکلي ډول د وزارت د تدارکاتو آمريت ته د تدارکارتو قانون د (۵۰) مادې له مخې وسپاري.
دا خبرتيا د قرارداد د ورکړې په معنی نه ده او قرارداد به تر هغه وخته پورې پای ته نه رسيږي، چې ذکر شوې نېټه بشپړه شوې نه وي او راتلونکي قانوني طرزالعملونه پای ته نه وي رسېدلي.