ارزګان کې سلګونو کورنيوسره نغدي مرستې وشوې
د (UNHCR) دفتر له لورې د ارزګان ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په همکارۍ د مرغومي په ( ۸) مه (۶۰۰) کورنيوسره نغدي مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د ذکر شوي دفتر له لورې د ارزګان ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په همکارۍ په خاص ارزګان، د هراوود او شهيد حساس ولسواليو کې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته د اړتيا په نظر کې نيولو سره (۸۰) او (۳۰۰) امريکايي ډالره نغدې ووېشل شول.