ارزګان کې سلګونو کورنيوسره نغدي مرستې وشوې

anwari_morr
--

د (UNHCR)  دفتر له لورې د ارزګان ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په همکارۍ د مرغومي په ( ۸) مه (۶۰۰) کورنيوسره نغدي مرستې  وشوې.

يادې کورنۍ چې د ذکر شوي دفتر له لورې د ارزګان ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په همکارۍ په خاص ارزګان،  د هراوود او شهيد حساس ولسواليو کې  سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته د اړتيا په نظر کې نيولو سره (۸۰) او (۳۰۰) امريکايي ډالره نغدې ووېشل شول.