کندز کې د بيا مېشتېدو ولايتي ناسته ترسره شوه

anwari_morr
-

کندز کې د بيامېشتېدنې ولايتي کمېټې دويمه ناسته د مرغومي په ( ۷) مه ترسره شوه.

د يادې ناستې موخه، چې د کندز ولايت د مهاجرينو چارو رياست په مشرۍ  د همکارو مرستندويه بنسټونو په ګډون ترسره شوه، د راستنېدونکو لپاره د بشري مرستو جلبول وو.

د کندز ولايت د مهاجرينو چارو رئيس د موضوع اړوندخبرې وکړې او د راستنېدونکو د ستونزو د حل په موخه يې د اړوندو  همکارو بنسټونو د همکاريو غوښتنه وکړه.

د موسسو استازو د خپلو پلانونو په اړه معلومات ورکړل او د يادو ستونزو د حل ډاډ يې ورکړ.

ناسته د کندز ولايت مقام د رئيس دفتر په دعا پای ته ورسېده.