له دوه زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د نيمروز ولايت د ورېښمو پل او هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې د ايران څخه دمرغومي د (۳) مه ( ۲۴۳۰) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.
د هرات ولايت د اسلام قلعه د مهاجرينو چارو د آمر د معلوماتو پر بنسټ د هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې ( ۱۴۵۰) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شوي، ( ۳۵) کورنۍ، چې (۹۶) تنه کېږي ( ۱۴۴۹) تنه نور مجردين ول.
د سرچينې په خبره د يادو راستنېدونکو له ډلې (۶۲۹) تنه د مرستو په موخه د (IOM) نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.
په ورته وخت کې د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې ( ۸۸۵) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شوي، او د دغه ولايت د مهاجرينو چې له ډلې يې ( ۲۳۴) تنه د مرستو په موخه د (IOM) نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.