بادغيس کې (۴۸۲) کورنيوسره مرستې وشوې
د خوراک نړيوال سازمان (WFP) له لورې د بادغيس ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ د مرغومي په ( ۴) مه (۴۸۲) کورنيو سره مرستې وشوې.
يادو کورنيو هرې کورنۍ ته (۱۰۰) کيلو اوړه، (۹) کيلو غوړي، (۱۲) کيلو دالنخود او يوه کيلو مالګه ووېشل شوه.