د مهاجرينو چارو وزارت اداري ناسته ترسره شوه

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۵ - ۹:۵۸
--

د مهاجرينو چارو وزارت اداري ناسته د الحاج خليل الرحمن حق اني په مشرۍ ترسره شوه.

په ناسته کې د يوشمېر ادارو رئيسانو د  خپلو ترسره شوو کړنود پايلو په اړه معلومات وړاندې کړل.

د مهاجرينو چارو وزير مسؤلينو ته لار ښوونه وکړه چې دقيق اغېزمن او چټک اقادامات ترسره کړي او د وخت له ضايع کېدو ډډه وکړي.

 همدارنګه  په ناسته کې د وزارتونو ترمنځ د ناستو او د هغوی په اهميت خبرې وشوې او د هغو په تنظيمولو يې هوکړه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۳۷
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر ښاغلي تورهان صالح سره وکتل.
په دغې ناسته کې. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۱
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو زویر محترم مولوي عبدالکبیر د بشري مرستو د همغږۍ په برخه کې د یوناما له مرستیال برونو لیمارکي او مل پلاوي سره وکتل.

په دې ناسته کې د یوناما مرستیال برونو لیمارکي وویل، چې د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو استازو بېلابېلو ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د راستنو شویو د ژوند وضعیت ارزولی او د اړتیاو په هکله یې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۱۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ۴۰۰ زرو امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

په مهاجرینو چارو وزارت کې د روانې میاشتې په ۳۱مه د افغانانو پرمختګ لپاره د نوي فکر تعلیمي، خوندیتوب او د بحران کموول او د افغانستان لپاره د راتلونکې ټولنې پراختیا موسسو سره د ۴۰۱ زرو او. . .

بېرته خبرونه ته