سمنګان کې له درې زرو زياتو کورنيو سره  نغدي مرستې وشوې

sadam_morr
-

د سمنګان ولايت د مهاجرينو چارو رياست د معلوماتو له مخې  د ليندۍ د ( ۲۲) مې نېټې څخه تر ( ۳۰) مې نېټې پورې په خرم سارباغ، دوآب، خلم او دره صوف بالا ولسواليوکې ( ۳۶۱۰) کورنيوسره نغدي او د روغتيايي کڅوړو مرستې وشوې.

يادې مرستې په دوو کټګوريوکې وې،چې د اړتيا په نظر کې نيولو سره د(WHH) موسسې له لورې هرې کورنۍ ته  (۱۳۵۰۰)، (۱۹۷۱۰) افغانۍ نغدې او يوه يوه روغتيايي کڅوړه ووېشل شوه.