په يوشمېر ولايتونوکې له (۳۵) زرو زياتو کورنيو سره مرستې شوي

sadam_morr
-

په تېرې يوې مياشتې کې د  يوشمېر مرستندويه ادارو له لورې په (۲۷) ولايتو کې د مهاجرينو چارو وزارت د رياستونو او امريتونو په همکارۍ  له (۳۵) زرو زياتو کورنيو سره مرستې شوي.

 د مهاجرينو چارو وزارت د رياستونو او آمريتو د معلوماتو له مخې ( ۳۵) زره او ( ۲۹۵) کورنيوسره په  هرات، نيمروز، بدخشان، پروان، سمنګان، بادغيس، ميدان وردګ، غزني، لغمان، غور، پکتيکا، هلمند، باميان، ارزګان، کاپيسا، ننګرهار، کندز، بغلان، لوګر، پکتيا، جوزجان، تخار، فارياب، بلخ، کونړ، نورستان او خوست کې د خوراکي توکو، کورنۍ کوڅوړو، روغتيايي کڅوړو، د لمريزې برېښنا د تختو، پسونو، ژمني لباسونو او نغدي مرستې شوي.