په (۱۲) ولايتونوکې له شپږ زرو زياتو کورنيوسره مرستې وشوې
د يوشمېر مرستندويه بنسټونو له لورې په (۱۲) ولايتونوکې د مهاجرينو چارو وزارت د رياستونو او آمريتونو په همکارۍ د ليندۍ د (۲۰) مې تر (۲۵) مې (۶۳۹۵) کورنيو سره مرستې وشوې.
په يادو مرستو کې خوراکي توکي، ژمنۍ بسترې، د لمريزې برېښنا تختې او نغدي مرستې شاملې وې، چې په هرات، هلمند، نيمروز، بغلان، ننګرهار، کندز، غزني، پروان، پکتيکا، باميان، لغمان او بدخشان کې په يادو کورنيو ووېشل شوې.