غور کې لسګونو کورنيوسره مرستې وشوې

anwari_morr
-

د (UNHCR) دفتر له لورې د غور ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په همکارۍ د ليندۍ په (۱۷) مه (۵۰) اړمنو بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې.

يادو کورنيو هرې کورنۍ ته د کار موندنې په موخه د مهاجرينو چارو آمريت په همغږۍ (۲۶) زره افغانۍ نغدې ووېشل شوې.