بغلان کې (۳۶) کورنيو سره د کور جوړولو په موخه مرستې وشوې

بغلان ولايت د مهاجرينو چارو رياست د ليندۍ په (۱۴) مه په دغه ولايت کې ( ۳۶) اړمنو کورنيو سره د کور جوړولو په برخه کې د مرستو دوېش خبر ورکړ.
يادو کورنيو هرې کورنۍ ته د اړتياوو ارزونې وروسته د کور جوړولو په موخه په دوو کټګوريوکې (۲۸) کورنيو ته (۶۰۰) امريکايي ډالره او (۸) کورنيو ته (۵۵۰) امريکايي ډالره ووېشل شول.