له دوه زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې د ايران څخه د ليندۍ په (۱۰) مه او (۱۱) مه ( ۲۰۵۵) تنه افغان مهاجرين هېواد ته راستانه شول.
د نيمروز ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئيس د معلوماتو له مخې (۲۴) کورنۍ، چې(۱۰۴) تنه کېږي او (۱۹۵۱) تنه يې مجردين ول، چې له ډلې يې (۲۳) کورنۍ، چې (۴۹) تنه نارينه، (۵۱) تنه ښځينه د ( ۴۲۶) نورو مجردينو سره د مرستو په موخه د (IOM) نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.