په (۷) ولايتونوکې له دوه زرو زياتو کورنيو سره مرستې وشوې
په ( ۷) ولايتونو کې د مهاجرينو چارو رياستونو او امريت په همکارۍ د يوشمېر مرستندويه بنسټونو له لورې (۲۷۴۷) اړمنو کورنيو سره د ليندۍ په (۷) مه نغدي او د خوراکي توکو مرستې وشوې.
يادې مرستې په بدخشان، بادغيس، پروان، کاپيسا، کونړ، ميدان وردګ او سمنګان کې د مرستندويه بنسټونو او مهاجرينو چارو ادارو له لورې سرو او په نښه شوې وې، چې ورسته له سروې ورسره نغدي او د خوراکي توکو مرستې وشوې.
د يادو کورنيو له ډلې د (UNHCR) دفتر له لورې په بدخشان کې ( ۹۶۷) کورنيوته د اړتيا په نظر کې نيولو سره (۷۰۰)، ( ۲۷۵) او ۱۴۰۰) امريکايي ډالره، سمنګان کې ( ۴۳۶) کورنيو ته (۲۷۵)(۶۰۰)، (۷۰۰) په ميدان وردګو کې (۸۸۳) کورنيو ته (۲۷۵) امريکايي ډالره ووېشل شول.
همدارنګه د (AWRO) موسسې له لورې په کونړ کې (۲۹) کورنيو ته (۱۰۴۶۰) افغانۍ، پروان کې (۱۷۴) کورنيو ته اته زره او درې زره او په کاپيسا کې د (NRC) موسسې له لورې (۲۱) کورنيو هرې کورنۍ ته ۱۵) زره، (۲۵) زره او (۴۲) زره افغانۍ نغدې ووېشل شوې.
په ورته وخت کې په بادغيس کې ( ۲۶۷) نورو کورنيو ته د (CRDSA) موسسې له لورې (۱۰۰) کيلو اوړه، ( ۱۲) کيلو دالنخو او (۱۰) لېتره غوړي ووېشل شول.