له زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr
-

د هرات  ولايت د اسلام قلعه د مهاجرينو او راستنېدونکو سرحدي آمر د ايران څخه د ليندۍ په لومړۍ نېټه  د (۱۹۴۳) افغان مهاجر  د راستنېدو خبر ورکړ.

ياد کسان (۴۴) کورنۍ دي، چې( ۲۲۸) تنه کېږي او (۱۷۱۵) تنه يې مجردين ول، چې له ډلې يې (۳۴) کورنۍ، چې (۹۸)  تنه کېږي د ( ۳۳۰) نورو مجردينو سره د مرستو په موخه د (IOM) نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.