د فارياب ولايت د راستنېدونکو د بيا يوځای کېدو ولايتي کمېټه د معلوماتي سيستم سره فعاله شوه

د مهاجرينو چارو وزارت د پلاوي له لورې د (UNHCR) د فتر په همکارۍ د ليندۍ په لومړۍ نېټه د فراه ولايت د راستنېدونکو او بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو کمېټه د معلوماتي سيستم سره بياځلې فعاله شوه.
په مراسموکې چې په همدې موخه د دغه ولايت د يوشمېر دولتي او همکارو مرستندويه بنسټونو د استازو په شتون کې ترسره شول، ملا محمد شعيب رسالت د مهاجرينو چارو وزارت دکړنو څخه مننه وکړه او د همکارو ادارو څخه يې غوښتنه وکړه، چې په دغه ولايت کې د راستنېدونکو او بېځايه شوو د ستونزو د حل په برخه کې د ې د مهاجرينو چارو رياست سره په همغږۍ کار وکړي.
وروسته د مهاجرينو چارو وزارت پلاوي د پرزنټيشن له لارې د کمېټې د موخو، د معلوماتي سيستم او د کاري فعاليتونو د تګلارې په اړه ګډنوالو ته معلومات وړاندې کړل.