پروان کې د راستنېدونکو او بېځايه شوو د دوامداره بيا يوځای کېدو ولايتي کمېټې ناسته ترسره شوه

د پروان ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست د راستنېدونکو او بېځايه شوو د دوامداره بيا يوځای کېدو په موخه د دغه ولايت د والي په مشرۍ د مهاجرينو چارو رئيس په سکر تريت د دولتي او همکارو مرستندويه بنسټونو د استازو په ګډون د لړم په (۳۰) د ولايت مقام د ناستو په تالار کې مه ناسته تر سره شوه.
په ناسته کې د پروان ولايت والي د بيا يوځای کېدو کمېټې فعاليتونه او معلوماتي سيستم د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو وضعيت ته د رسېدو په برخه کې يو نيک ګام وباله او د همکارو مرستندويه بنسټونو د فعاليتونو څخه يې هم مننه وکړه او د مستحقو کورنيو په پېژندولو، د مرستو په عادلانه وېش او راستنېدونکو او بېځايه شوو ته د عام المنفعه او بنسټيزو پروژو په پلي کېدو يې ټينګار وکړ.
ورپسې د پروان ولايت د مهاجرينو چارو رئيس د ناستې د موخو، کاري کړنواو په ډيټابيس کې د ثبت شوو راستنېدونکو د شمېر په اړه معلومات ورکړل او د همکارو موسسو څخه يې غوښتنه وکړه، چې د کارونو د لا ښه والي او همغږۍ په برخه کې دې د مهاجرينو چارو رياست سره په همغږۍ کار وکړي.