په (۱۳) ولايتونوکې له درې زرو زياتو کورنيو سره مرستې وشوې

د يوشمېر مرستندويه بنسټونو له لورې په (۱۳) ولايتونوکې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياستونو له لورې د لړم د (۲۱) څخه تر (۲۶) مې نېټې پورې مرستې وشوې.
په يادو مرستوکې، خوراکي توکي، نغدي، ژمنۍ بستره او ديو ښوونځي د بنسټ ډبرې اېښودل و،چې په هرات، ننګراهر، کندز، نيمروز، خوست، بغلان، غزني، بدخشان، ارزګان، پکتيا، کاپيسا، پروان او پنجشېر کې يادو کورنيو ته ووېشل شوې.