(۶۰) تنو سره په کاپيسا او (۱۷) کورنيو سره په غزني کې مرستې وشوې

sadam_morr
--

په کاپيسا ولايت کې (۶۰) تنو اړمنو او په غزني کې (۱۷) کورنيو سره د لړم په (۲۳) مه مرستې وشوې.

د معلوماتو له مخې د (UNHCR) دفتر له لورې په کاپيسا کې ( ۶۰) تنو هر يو ته (۲۶) زره افغانۍ نغدې او د (CHA) موسسې له لورې په غزني کې (۱۷) کورنيو هرې کورنۍ ته (۲۶) زره افغانۍ نغدې ووېشل شوې.