د پروان ولايت مرکز کې يو ښوونځی جوړ شو

sadam_morr
---

د پروان ولايت مرکز  د (۱۱) پرچې سيمه کې د (UNHCR) دفتر په مرسته د مهاجرينو چارو رياست په همغږۍ د يو ښوونځي د بنسټ ډبره د لړم په ( ۲۳) مه کېښودل شوه.

د پروان ولايت د مهاجرينو چارو د رئيس په خبره ياد ښوونځی د () دفتر له لورې د (۴۰۰) سوه زرو څخه زياتو امريکايي ډالرو په ارزښت په بشپړ او اساسي ډول په دوو پوړونوکې، چې (۲۴) درسي خونې، مجهز تشنابونه، د ساتونکو خونې،د اوبو څاه  او ذخيره، داخاطې ديوال، شنه سيمه او د زده کوونکو لپاره لوبو ميدان په اتو مياشتو کې د درالمعاد شرکت له لورې جوړشي.

د يادې ودانۍ د بنسټ ډبره د والي، امنيه قومندان، دولتي ادارو رئيسانو او د سيمو د سپين ګيرو په شتون کې کېښودل شوه.