د فراه ولايت د راستنېدونکو د بيا يوځای کېدو ولايتي کمېټه د معلوماتي سيستم سره بيا ځلې فعاله شوه
د مهاجرينو چارو وزارت د پلاوي له لورې دلړم په ( ۹) مه د فراه ولايت د راستنېدونکو او بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو کمېټه د معلوماتي سيستم سره بياځلې فعاله شوه.
په مراسموکې چې په همدې موخه د دغه ولايت د يوشمېر دولتي او همکارو مرستندويه بنسټونو د استازو په شتون کې ترسره شول، د فراه ولايت د مقام د دفتر رئيس انجنير شکيب الله مدثر د مهاجرينو چارو وزارت دکړنو څخه مننه وکړه او په دغه ولايت کې د راستنېدونکو او بېځايه شوو د ستونزو د حل اساسي غوښتنه يې وکړه.
وروسته د مهاجرينو چارو وزارت پلاوي د پرزنټيشن له لارې د کمېټې د موخو، د معلوماتي سيستم او د کاري فعاليتونو د تګلارې په اړه ګډنوالو ته معلومات وړاندې کړل.
د راستنېدونکو د بيا يوځای کېدو ولايتي کمېټه او معلوماتي سيستم فعالول د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت او د (UNHCR) دفتر د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې د ياد دفتر په مرسته ترسره کېږي.