نيمروز کې د بيا يوځای کېدو کمېټه بيا ځلې فعاله شوه

sadam_morr
--

 

 د مهاجرينو چارو وزارت له لورې د (UNHCR) دفتر په  مرسته دلړم په ( ۴) مه د نيمروز ولايت د راستنېدونکو او بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو کمېټه بياځلې  فعاله شوه.

په ناسته کې چې په همدې موخه د دغه ولايت د  يوشمېر سيمه ييزو مسؤلينو او داخلي او بهرنيو همکارو مرستندويه بنسټونو د استازو  په شتون کې ترسره شوه، دنيمروز  ولايت د مهاجرينو چارو رئيس  د راستنېدونکو او  د راستنېدونکو اوبېځايه شوو کمېټې  د فعاليتون او د کار د اهميت په اړه  حبرې وکړې.

وروسته د دغه ولايت  د مقام د دفتر رئيس مولوي وکيل احمد حقيار د مهاجرينو چارو وزارت د کړنو څخه مننه وکړه او په دغه ولايت کې يې د مهاجرينو چارو رياست سره  د اړوندو څانګو د لاهمغږۍ اود  راستنېدونکو او بېځايه شوو د ستونزو دحل غوښتنه وکړه.


 په پای کې د ناستې ګډنوالو د موضوع اړوند خپل نظرونه او وړانديزونه وړاندې کړل او ناسته د وزارت د پلاوي  له لورې د راستنېدونکو  او بېځايه شوو د  بيايوځای کېدو کمېټې د موخو، د معلوماتي سيستم او د کاري فعاليتونو د تګلارې په اړه د پرزينټيشن په وړاندې کولو سره پای ته ورسېده.