د ايران څخه له دوه زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr
د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې د تلې په ( ۲۸) مه او (۲۹) مه (۲۴۱۴) افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول. د نيمروز ولايت د مهاجرينو چارو رياست د معلوماتو پر بنسټ په يادو راستنېدونکو کې (۸۳) کورنۍ چې (۳۵۸) تنه کېږي د( ۲۰۵۶۱) تنو مجردينو سره هېواد ته راستانه شول. د سرچينې په خبره د ياد کورنيو له ډلې (۳۲) کورنۍ چې (۶۶) تنه نارينه او (۵۶) تنه ښځينه د ( ۱۴) تنو نورو مجردينو سره د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.