پنجشېر کې (۱۷۸) کورنيوسره مرستې شوي

sadam_morr
--

د همکارو مرستندويه بنسټونو له لورې د پنجشېر ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په همکارۍ

( ۱۷۸) اړمنو بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې شوي.

يادو کورنيو هرې کورنۍ ته د تلې په (۲۸) مه د (DRC) موسسې له لورې (۱۴) زره افغانۍ نغدې، د (UNICEF) موسسې له لورې )۲۰۰) کيلو اوړه، (۱۸) کيلو غوړي، ( ۲۵) کيلو دالنخود، (۵) کيلو د سويا اوړه، ( ۳) کيلو د ماشومانو د خوار ځواکۍ مواد، د (WFP) له لورې (۲) کيلو بيسکويټ، (۲) کيلو مالګه  او د (WESTA) موسسې له لورې هرې کورنۍ ته د پخلنځي وسايل ووېشل شول.