د ميدان وردګو ولايت د مهاجرينو ښارګوټو تخنيکي ارزونه وشوه

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلاوي له خوا د تلې د (۲۵) څخه تر (۲۸) مې نېټې پورې د ميدان وردګو ولايت د مهاجرينو ښارګوټو تخنيکي ارزونه وشوه.
د ياد پلاوي په خبره ميدان وردګو کې د مهاجرينو دوه ښارګوټي دي، چې يو يې په ميدان ښار کې موقعيت لري، تفصيلي پلان لري، چې د کور جوړلو لپاره پکې ( ۱۲۰۰ ) نمرې په نظر کې نيول شوي، مګر تر اوسه نه دي وېشل شوي.
دوهم ښارګوټی په نرخ ولسوالۍ کې موقعيت لري، تفصيلي پلان نه لري او د ښاروالۍ پلان پکې پلی شوی، چې له سيمې سره سمون نه خوري او (۷۳) نمرې يې وېشل شوي.
د سرچينې په خبره په ياد ښارګوټي کې د يوښوونځي د ودانۍ کارونه نيمه پاتې دي.
همدارنګه د اوبو رسولو شبکې کارونه د برېښنايي وسايلو د خرابوالي له امله غير فعال دي او دامهال په يادښارګوټي کې د (UNHCR) دفتر په مالي مرسته يوه ټولنيزه پروژه پلي کېږي.