موږ نړيوالو ادارو ته ډاډ ورکو چې مستحقينوته د خدماتو وړاندې کولو په برخه کې ورته زمينه برابرو

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۸ - ۱۲:۲۴
-----

د مها جرينو او راستنېدونکو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقاني دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې  سره په ولايتونو کې د مهاجرينو چارو  وزارت  رياستونو سره د فعاليتونو د همغږي کولو په موخه جوړې شوې ناستې کې وکړې.

  هغه زياته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت په ټول هېواد کې د نړيوالو مرستندويه بنسټونو لپاره زمينه برابره کړې، چې اړمنو خلکو ته خدمات  وړاندې کړي   او په دې برخه کې لا زياتې هڅې کوي.

په دغه ناسته کې، چې پنجشبنه د تلې په (۲۸) مه د کابل په انتر کانتننتال هوټل کې ترسره شوه،  د مهاجرينو او  راستنېدونکو چارو وزير د نړيوالو مرستندويه بنسټو له همکاريو په ځانګړي ډول د  ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR  ) څخه مننه وکړه او د يادو بنسټونو څخه يې غوښتنه وکړه، چې مهاجرينو ته د معياري ښارګوټو د جوړولو  او اساسي او بنسيټيزو خدماتو په وړاندې کولو کې د دغه وزارت سره همکاري وکړي.

 

هغه د مهاجرينو چارو وزارت ولايتي رياستونو او آمريتونو استازو ته لارښوونه وکړه، چې د ښارګوټو په اړه دې  بشپړ  معلومات د وزارت مقام ته وړاندې کړي تر څو دغه اداره د مهاجرينو ښارګوټو د ستونزو د څرنګوالي، د ځمکې غصب او  د وېشل شوو او ناوېشل شوو نمرو د وېش په اړه معلومات ترلاسه کړي، چې د بشپړ  چمتوالي سره د ځمکو د وېش لړۍ پيل کړي.

 

همدارنګه د مهاجرينو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال الحاج محمد ارسلاح خروټي په خپلو خبرو کې د مهاجرنيو او راستنېدونکو چارو وزارت سره د (UNHCR) دفتر د پراخې همکارۍ له امله مننه وکړه ويې ويل، په دې برخه کې د ترسره شوو ګډو فعاليتونو او تجربو څخه بايد زده کړه وکړو، ترڅو په راتلونکي کال کې په اغېزمنه توګه کار وکړو او خلکو ته غوره خدمات وړاندې کړو.

مالي او اداري مرستيال د مرستندويه بنسټونو څخه غوښتنه وکړه، چې د هغو خلکو بشپړ معلومات دې د وزارت سره شريک کړې چې د مرستو څخه برخمن شوي او په هغه سيموکې دې د وزارت سره په همغږۍ کاري پروژې پلي کې کړي چې رښتني اړمن کسان د پوښښ لاندې ونيسي.

په ورته وخت کې  په هېواد کې د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې رئيس ښاغلي لئونارد زلو  په افغانستان کې د دغه سازمان د څلور لسيزو فعاليتونو يادونه وکړه ويې ويل، دغه اداره به د مهاجرينو چارو وزارت سره په بشپړه همغږۍ د افغانستان د خلکو  په خوا کې وي.

هغه زياته کړه چې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره د زيانمنو شوو، داخلي بېځايه شوو او د هغه افغان  مهاجرينو چې د ګاونډيو هېوادونو په کمپونوکې  اوسيږي

 د ساتنې او ژوند ژغورلو لپاره کار کوي.

-

 

---

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۵:۲۸
Background image

معین مسلکی وکفیل وزارت امور مهاجرین از شهرک مهاجرین قلعه وزیر ولایت لوگر دیدن نمود

الحاج مولوی عبدالرحمن راشد معین مسلکی وکفیل وزارت امور مهاجرین و عودت کننده گان با هیأت همراهش از شهرک مهاجرین قلعه وزیر ولایت لوگر ديدن نمودند.
آقای راشد در این بازدید ضروریات. . .
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۸:۱۰
Background image

لوګر: مسلکي مرستیال او کفیل د قلعه وزیر د مهاجرینو له ښارګوټي څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال او کفیل مولوي عبدالرحمن راشد او ورسره مل پلاوي د لوګر ولایت د قلعه وزیر د مهاجرینو له ښارګوټي څخه لیدنه وکړه
ښاغلي راشد په دغه لیدنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۸:۶
Background image

د مهاجرینو چارو مسلکي مرستیال او کفیل د لوګر والي سره ولیدل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال او کفیل مولوي عبدالرحمان راشد او ورسره مل پلاوي لوګر ولایت ته د سفر پرمهال ددغه ولایت له والي مولوي ضیاء الرحمن مدني سره د ولایت. . .

بېرته خبرونه ته