د ايران څخه له زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr
-

د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې   د تلې په ( ۲۶) مه  (۷۸۲) افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.

د نيمروز ولايت د مهاجرينو چارو رياست د معلوماتو پر بنسټ د يادو راستنېدونکو له ډلې (۶۰) کورنۍ چې (۲۴۶) تنه کېږي د( ۱۳۹۱) تنو مجردينو سره هېواد ته راستانه شول.

د سرچينې په خبره د ياد کورنيو له ډلې (۲۵) کورنۍ چې (۶۲) تنه نارينه او  (۶۵) تنه ښځينه د ( ۲۱) تنو نورو مجردينو سره  د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.