د ايران څخه له زرو زيات افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول

sadam_morr
_____

د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې   د تلې په ( 25) مه  (1565) افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.

د نيمروز ولايت د مهاجرينو چارو رياست د معلوماتو پر بنسټ د يادو راستنېدونکو له ډلې (51) کورنۍ چې (209) تنه کېږي د( 1356) تنو مجردينو سره هېواد ته راستانه شول.

د سرچينې په خبره د ياد کورنيو له ډلې (24) کورنۍ چې (59) تنه نارينه او  (65) تنه ښځينه د ( 14) تنو نورو مجردينو سره  د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.